د غزې شمال کې د اشغالګر رژیم لسګونه همکاران حماس ځواکونو ته تسلیم شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
فلسطیني رسنیو خبر ورکړی ،چې د غزې تړانګې په شمال کې له اشغالګر رژیم سره د همکارۍ کوونکې یوې ملېشې لسګونه غړي حماس ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د راپور له مخې، یاد کسان چې له اشغالګر رژیم سره په همکارۍ تورن و، په شمالي غزه کې یې ځانونه او وسلې د حماس اړوند امنیتي ادارو ته سپارلي دي.



