د افغانستان د پوليسو قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د عدلیې وزارت وايي، د افغانستان د پولیسو قانون په رسمي جریده کې خپور شوی، چې له مخې یې د لرغونو اثارو او ځنګلونو د ساتنې، د اورلګېدنې پېښو، نشهیي توکو، اختطاف او انساني قاچاق د مخنیوي او د ماشومانو د تادیب په برخو کې د پولیسو دندې مشخصې شوې دي.
په قانون کې د هویت تثبیت، جلب او احضار، د مجرم نیول، د مظنون تر څارنې لاندې راوستل او تلاشي په اړه د پولیسو صلاحیتونه او اقدامات هم روښانه شوي دي.
وزارت وايي، هېوادوال کولای شي د قانون چاپي نسخه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست او برېښنايي نسخه یې د وزارت د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي.



