د افغانستان – پاکستان لارو بندښت پاکستاني صادرونکو ته ۴.۵ میلیارد ډالره زیان اړولی

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو اوږدمهاله بندښت پاکستاني صادرونکو ته شاوخوا ۴.۵ میلیارد ډالره زیان اړولی دی. د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ وايي، د لارو تړل کېدو له امله د دغه هېواد صادراتو ته هره میاشت په اوسط ډول ۱۷۷ میلیونه ډالره زیان اوړي.
د یاد انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۲۸ سلنه کمه شوې ده.
د سرچینې په وینا، د دواړو هېوادونو دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې ۱.۷۷ میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې، چې د سوداګریزو لارو دوامدار بندښت یې د سوداګرۍ د کمېدو له مهمو عواملو څخه بلل شوی دی.



