په سریلانکا کې د یوه ۵۵ کلن سړي له مثانې څخه ۳.۱ کیلوګرامه تیږه وایستل شوه

په سریلانکا کې ډاکټرانو د ۵۵ کلن یوه سړي له مثانې څخه ۳.۱ کیلوګرامه درنه او نادره تیږه د جراحي عملیاتو له لارې وایسته.
ویل کېږي، دغه تیږه د ۵ تر ۱۰ کلونو په موده کې جوړه شوې وه.
د عملیاتو وروسته د ناروغ روغتیا ښه بلل شوې، خو د نورو ناروغیو له امله لا هم د ډاکټرانو تر څارنې لاندې دی.



