حمدالله فطرت: ۸۱ سوداګر او صنعتکار هېواد ته راستانه او ۶۸ میلیونه ډالره پانګونه يې کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت وايي، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د صفر میاشتې له ۲۲مې نېټې تر اوسه ۸۱ سوداګر او صنعتکار هېواد ته راستانه شوي دي، چې یو یې د لوړې، ۷۴ د منځنۍ او ۱۴ د ټیټې کچې سوداګر او صنعتکاران دي.
د فطرت په وینا، دغو سوداګرو او صنعتکارانو په بېلابېلو برخو کې ۶۸ میلیونه ډالره پانګونه کړې او ۴۶۶۱ کسانو ته یې مستقیم کاري فرصتونه برابر کړي دي. نوموړي زیاته کړې چې یادو پانګهوالو ته د مرکز او ولایتونو په صنعتي پارکونو کې ۲۸۸ جریبه ځمکه هم وېشل شوې ده.
د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو د تنظیم کمېټه وايي، د ۱۵ نورو سوداګرو او صنعتکارانو اسناد هم ارزول شوي او د بشپړېدو په حال کې دي، چې له بشپړېدو وروسته به د نافذه اصولو له مخې له اړوندو امتیازاتو او اسانتیاوو برخمن شي.



