رضايي: د امریکا پر وړاندې د ایران د بریدونو له امله نړۍ د اټومي وسلو د ترلاسه کولو پر لور روانه ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا منشي “محسن رضايي” ویلي، د امریکا د ولسمشر “ډونالډ ټرمپ”له لوري پر ایران بریدونو د نړۍ هېوادونه دې پایلې ته رسولي چې ښايي د اټومي بم د ترلاسه کولو په لټه کې شي.
رضايي ادعا کړې، هغه مهال چې هېوادونو ولیدل د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې (IAEA) سره غړیتوب او د اټومي وسلو د نهخپرولو تړون (NPT) د امریکا د احتمالي تېري د مخنیوي لپاره اغېز نه لري، نو د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې به زیاتې شي.
نوموړي زیاته کړې، ایران یوازینی هېواد دی چې د اټومي انرژۍ د مقرراتو په رعایت کې د ټولو هېوادونو په پرتله مخکې دی.
رضايي همداراز ویلي، د ایران ولس د اسرائیلي رژیم د «F-35» جنګي الوتکو برم مات کړی او عربي هېوادونه پر امریکايي وسلو باور نه لري.



