نیویارکر: ټرمپ له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره لا هم حللارې لټوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
امریکايي مجلې «نیویارکر» په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړني اهداف نه دي ترلاسه شوي او له جګړې شپږ میاشتې وروسته واشنګټن لا هم د دغه بحران د پای ته رسولو لپاره د حللارې په لټه کې دی.
د مجلې په وینا، ټرمپ له ایران سره شخړې ته په لوړ باور داخل شو، خو اوس له داسې جګړې سره مخ دی چې د ایران عربي ګاونډیانو هم نه غوښتل پیل شي.
«نیویارکر» د هرمز تنګي تړل کېدل د امریکا لپاره یوه جدي ننګونه بللې او ویلي یې دي چې د دغه ستراتیژیک تنګي اهمیت د ټرمپ د سیاستونو له امله لا زیات شوی دی.
د راپور له مخې، د هرمز تنګي وضعیت د سیمې پر امنیت او نړیوالې سوداګرۍ هم د پام وړ اغېز لرلی شي.



