عطوان: ترکیه دې د ایران له تجربو زده کړه وکړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د عربي نړۍ پیژندل شوي سیاسي شنونکي “عبدالباري عطوان” له ترکیې غوښتي چې د اسرائیلو پر وړاندې خپل دریځ پیاوړی کړي او د ایران له تجربو څخه زده کړه وکړي.
عطوان د سوریې په ادلب کې د «ابوالظهور» پر پوځي هوايي ډګر د اسرائیلو د برید په غبرګون کې د انقرې پر دریځ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه برید د ترکیې او د هغې د سیمهییزو متحدانو پر وړاندې یو ډول سپکاوی دی.
نوموړي ایران هغه هېواد بللی چې د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې یې د مقاومت سیاست غوره کړی او ټینګار یې کړی چې ترکیه باید د ایران له تجربو عبرت واخلي او د اسرائیلو پر وړاندې خپل دریځ پیاوړی کړي.



