ترکیې غزه کې د عام وژنې په تور د نتنیاهو د نیولو پرېکړه کړې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، ترکیې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د عملیاتو په تړاو د یاد ریژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د نیولو پرېکړه کړې او له «انټرپول» څخه یې غوښتي چې د نوموړي او یو شمېر نورو اسرائیلي چارواکو پر وړاندې د نړیوال توقیف حکمونه تطبیق کړي.
د راپورونو له مخې، انټرپول د خپلو غړو هېوادونو له لوري ورسپارل شوي د توقیف غوښتنلیکونه ارزوي او وروسته یې په اړه پرېکړه کوي.
که د انټرپول له لوري د نتانیاهو پر وړاندې د نړیوال توقیف خبرتیا صادره شي، نوموړی به د دغه سازمان په غړو هېوادونو کې د سفر پر مهال د نیول کېدو له قانوني خطر سره مخ شي.



