ایران: اسرائیلو ته د وسلو لېږد د صهیونیستي ریژیم جنایتونو کې د ګډون قصدي انتخاب ګڼل کېږي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۵ا)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ‘کاظم غریب‌آبادي” ویلي، چې له ۱۰۰ څخه ډېرو بریتانوي او فرانسوي دیپلوماتانو خپلو حکومتونو ته خبرداری ورکړی چې د اسرائیلي رژیم سیاستونه د قومي تصفیې او د فلسطین د له منځه وړلو پر لور روان دي.
غریب‌آبادي ویلي، لندن او پاریس باید په فلسطین کې د روان وضعیت په اړه یوازې د «اندېښنې څرګندولو» تر شا پټ نه شي، بلکې عملي اقدامات وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې اسرائیلو ته د وسلو لېږلو دوام او هر ډول ملاتړ، د هغه په وینا، د اسرائیلي رژیم له لوري د ترسره کېدونکو جنایتونو په همکارۍ او ګډون کې یو قصدي انتخاب ګڼل کېږي.

هغه له بریتانیا او فرانسې غوښتي چې د فلسطین په اړه خپل سیاستونه له سره وارزوي او د اسرائیلو د اقداماتو په وړاندې عملي دریځ غوره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button