ایراني پوځ: د هر برید پر وړاندې پراخ غبرګون ته چمتو یو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران پوځ وايي، د وروستیو جګړو له تجربو وروسته یې خپل پوځي چلند له «دفاعي» حالت څخه «یرغلیز» حالت ته اړولی او پر دغه هېواد هر ډول برید به له سمدستي او پراخ غبرګون سره مخ شي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د ایران د پوځ ویاند “محمد اکرمينیا” ویلي، تهران د وروستیو جګړو له تجربو څخه د خپلو پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا او د جګړې د تګلارو د نوي کولو لپاره استفاده کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې د پوځي چلند بدلون د دې معنا نه لري چې ایران به لومړی برید وکړي؛ خو که پر ایران هر ډول برید وشي، د تهران غبرګون به «سمدستي او له برید څخه پراخ» وي.
اکرمينیا تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د ایران وسلهوالو ځواکونو خپل تجهیزات او د هدفونو لېستونه نوي کړي او د احتمالي جګړې لپاره یې چمتووالی نیولی دی.
د ایران د پوځ ویاند دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تهران له وروستیو پوځي نښتو وروسته د خپلو دفاعي او پوځي وړتیاوو د لا پیاوړتیا خبره کوي.



