په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکړل شوی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن، یکشنبه، د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، په بدخشان، تخار، پنجشېر، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، غزني او پکتیکا ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د رامنځته کېدو امکان شته.
همداراز، د هوا پېژندنې ریاست وايي، د هېواد په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو او دوړو د پورته کېدو اټکل شوی دی.



