مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۲۰۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د ورځني راپور له مخې، تېره ورځ د هېواد له تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا لارو ۲۰۲ کورنۍ، چې ۱۰۱۶ غړي یې لرل، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
راپور وايي، راستنېدونکو ته د ثبت، روغتیايي خدمتونو، ترانسپورټ، مالي مرستو او عامه پوهاوي په برخو کې خدمات وړاندې شوي زياتوي چې په همدې ورځ له ۱۰۹ کورنیو سره ټولټال ۸۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې او ۱۷۷ سیمکارتونه هم له فعالو بستو سره وېشل شوي دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له بېلابېلو مرکزونو څخه ۶۷ کورنۍ او ۴۵۵ تنه خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي او د ترانسپورټ لپاره ورته ۳۹۰ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. همداراز، راستنېدونکو ته خوراکي او روغتیايي خدمات هم وړاندې شوي دي.



