نورالحق انور: افغانستان باید د اوسپنې پټلۍ له لارې له نړۍ سره وصل شي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وايي، افغانستان له ۷۰ کلونو راهیسې د اوسپنې پټلۍ اړتیا لري، خو تر اوسه دغه اړتیا په بشپړ ډول نه ده پوره شوې.
نوموړي دا څرګندونې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د نوي عمومي رئیس مولوي عبدالکریم فاتح د معرفۍ په مراسمو کې کړې دي.
نورالحق انور ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په وزیرانو شورا کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د مسیر د جوړولو او هېواد د رېل پټلۍ له لارې له نړۍ سره د نښلولو په اړه بحثونه شوي او اوس یې د عملي کېدو فرصت برابر شوی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان باید د نورو له مرستو او تمې پرته پر خپلو امکاناتو او ظرفیتونو تکیه وکړي.



