کابل ته د ایراني سوداګریز پلاوي له سفر سره د همکاریو هوکړهلیک لاسلیکېږي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د تهران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې ترمنځ د همکاریو د هوکړهلیک پر لاسلیک هوکړه شوې ده.
د دواړو لورو ترمنځ په تهران کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د پانګونې پر فرصتونو او د سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو د حل په اړه خبرې شوې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، ټاکل شوې دغه هوکړهلیک کابل ته د ایراني سوداګریز پلاوي د راتګ پر مهال لاسلیک شي، چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو او اقتصادي همکاریو ته د پراختیا زمینه برابره شي.



