اوبو او انرژۍ وزارت: نورستان کې د دوو برېښنا بندونو تخنیکي سروې بشپړه شوې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په نورستان ولایت کې د «کلهګوش» او «منډول» برېښنا بندونو تخنیکي سروې بشپړه شوې او د دغو پروژو د عملي کېدو لپاره ارزونې روانې دي.
د وزارت په وینا، یادې دواړه پروژې د برېښنا اړوند کمېسیون له لوري هم تایید شوې دي او د چارو له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړي.
چارواکي وایي، د دغو بندونو تولیدېدونکې برېښنا به د ختیځ او شمال یو شمېر ولایتونو ته ولېږدول شي او د اړتیا په صورت کې به یوه برخه یې کابل ته هم انتقال شي.



