د خوست قومونو او قبایلو چارو ریاست په هڅو ۱۶ کلنه دښمني په روغه پای ته ورسېده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسوولینو، دیني عالمانو، قومي سپینږیرو او مشرانو په هڅو، د خوست او لوګر ولایتونو د دوو کورنیو ترمنځ هغه خپلمنځي دښمني پای ته ورسېده چې شاوخوا ۱۶ کاله یې دوام درلود او په ترڅ کې یې یوه مېرمن هم وژل شوې وه.
د یادې شخړې د حل لپاره د اسلامي امارت مسوولینو له ښکېلو کورنیو سره څو ځله ناستې کړې او هغوی یې سولې، عفوې او بښنې ته هڅولي دي.
په پای کې دواړو لورو د سولې او جوړجاړي پرېکړه ومنله او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به پر یو بل د برید یا زیان رسولو هڅه نه کوي او د ورورولۍ په فضا کې به ژوند ته دوام ورکوي.



