ننګرهار کې د ختیځ زون په کچه د روږدو کسانو زر بستریز روغتون پرانیستل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د کورنیو چارو وزارت له لوري په دغه ولایت کې د ختیځ زون په کچه د روږدو کسانو د درملنې او ملاتړ زر بستریز مرکز جوړ او پرانیستل شوی دی.
د مسوولینو په وینا، په دې مرکز کې به د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو روږدي کسان راټول او د درملنې زمینه به ورته برابرېږي.
د مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي وویل، د رهبرۍ هڅه ده چې د معتادینو د درملنې دا ډول مرکزونه پیاوړي او ملاتړ یې وشي، څو روږدي کسان له نشهيي توکو وژغورل شي او بېرته سالم ژوند ته وګرځي.



