عدلیې وزارت: بلخ کې ۱۰ زره جریبه ځمکه د اسلامي امارت ملکیت تثبیت شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۵ل)

د غصب شویو امارتي ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې د اسنادو او شواهدو له ارزونې وروسته، د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په مؤمن‌اباد سیمه کې شاوخوا ۱۰ زره جریبه ځمکه د اسلامي امارت ملکیت بللې ده.

د معلوماتو له مخې، د یادې ځمکې قضیه مخکې د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون له لوري څېړل شوې او وروسته د قانون له مخې ځانګړې محکمې ته سپارل شوې وه.

د محکمې د پرېکړې له مخې، د یادې ځمکې ټول نیوونکي مکلف دي چې ځمکه د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون ته وسپاري.

چارواکي وايي، په ټول هېواد کې د غصب شویو امارتي ځمکو د تثبیت، څېړنې او بېرته ترلاسه کولو بهیر په چټکۍ روان دی.

مربوطه مطالب

Back to top button