مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۳۵۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ۳۵۵ کورنۍ، چې ۱۷۵۵ غړي یې لرل، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. همداراز ۴۱۰ کورنۍ، چې ۲۲۶۰ غړي یې لرل، خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
د کمېسیون په وینا، له ۳۴۷ کورنیو سره نږدې ۲.۹ میلیونه افغانۍ مالي مرسته شوې او راستنېدونکو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. په دې ترڅ کې ۲۷۴ سیمکارتونه وېشل شوي او یو شمېر ناروغان هم تداوي شوي دي.



