د افغانستان په کچه د معیاري موټروېګانو د جوړولو د طرحې په اړه غونډه وشوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د افغانستان په کچه د معیاري او چټکالسیر لویو لارو یا موټروېګانو د جوړولو د طرحې په اړه غونډه شوې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت وايي، په دې غونډه کې د اړوندو وزارتونو او ادارو استازو او یو شمېر مسلکي کسانو ګډون کړی و او د یادې طرحې پر بېلابېلو اړخونو هر اړخیز بحث او ارزونه شوې ده.
د فطرت په وینا، په غونډه کې د طرحې په اړه لازم تصمیمونه نیول شوي او اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوې چې د معیاري او چټکالسیر لویو لارو د جوړولو طرحه چمتو او موظف پلاوي ته یې وسپاري.



