افغان سفیر: د افغانستان او پاکستان امنیتي او اقتصادي اړیکې له یو بل سره تړلې دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
په اسلاماباد کې د ملي دفاع پوهنتون په یوه غونډه کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب ویلي، افغانستان او پاکستان یوازې ګاونډي هېوادونه نه دي، بلکې جغرافیه، خلک، ټولنې او تاریخونه یې له یو بل سره ژورې اړیکې لري. نوموړي ویلي، سوداګري، ترانزیټ او د خلکو تګ راتګ د دواړو هېوادونو اقتصادونه او ټولنې سره نښلوي او د تېرو څو لسیزو جګړو او امنیتي وضعیت له امله د دواړو هېوادونو امنیتي محاسبې هم له یو بل سره تړلې دي.
شکیب ویلي، د افغانستان سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت پر پاکستان اغېز کوي او د پاکستان تحولات هم پر افغانستان اغېز لري. د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه باید د یو بل په اړه له پخوانیو انګېرنو تېر شي او د اوسني افغانستان وضعیت د تېرو لسیزو له عینکو ونه ارزوي، ځکه له ۲۰۲۱ کال وروسته په کابل کې نوې سیاسي واقعیت رامنځته شوی دی.
د افغانستان سفیر ټینګار کړی چې کابل نه غواړي خاوره یې د پاکستان پر ضد وکارول شي، خو په وینا یې، د پاکستان امنیتي اندېښنې د افغانستان پر خاوره د پوځي اقدام لپاره توجیه کېدای نه شي. نوموړي ویلي، که له افغانستانه د پاکستان د مشخصو امنیتي اندېښنو په اړه د همکارۍ غوښتنه کېږي، افغانستان هم غواړي خپلې امنیتي اندېښنې له پاکستان سره په مستقیم ډول مطرح او پرې خبرې وکړي.



