حماس: د فلسطیني اسیرانو ازادي مو اساسي شرط دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» ویلي، چې په راتلونکو هوکړو کې به د فلسطیني اسیرانو ازادي اساسي شرط وي.

د حماس د اسیرانو چارو ادارې په یوه بیان کې ټینګار کړی چې د فلسطیني اسیرانو موضوع د فلسطین د ملت له مهمو او اساسي قضیو څخه ده او مقاومت به د هغوی د ازادۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

حماس ویلي، د فلسطیني اسیرانو ازادي د مقاومت او فلسطیني ولس لپاره یو اساسي هدف دی او په هر ډول راتلونکې هوکړه کې به د اسیرانو د خلاصون مسئله په جدي ډول مطرح شي.

د ویلو ده چې د اسیرانو د خوشې کولو موضوع د فلسطیني مقاومت او صهیونیستي رژیم ترمنځ د مذاکراتو او هوکړو له مهمو مواردو څخه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button