ایران بحرین کې د امریکا پر پوځي اډې بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۵ل)

د ایران پوځ ادعا کړې چې په بحرین کې یې د امریکا پر «شیخ عیسی» پوځي اډې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د ایراني پوځ د ادعا له مخې، په دغه برید کې د امریکایي ځواکونو اړوند راداري تأسیسات او پوځي موقعیتونه په نښه شوي دي. تهران ویلي، «شیخ عیسی» اډه د امریکايي چورلکو او بې‌پیلوټه الوتکو د ساتنې او ترمیم ترڅنګ د کشفي الوتکو د ځای پر ځای کولو لپاره هم کارېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران سپاه پاسداران تر دې مخکې په اردن کې د امریکا پر دوو پوځي اډو د بالستیک توغندیو د برید ادعا هم کړې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button