قالیباف: که پر ایران محاصره سخته شي پوځي ځواب ورکولو ته چمتو یو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۵ل)

د ایراني پارلمان مشر “محمدباقر قالیباف” ویلي، که د ایران پر وړاندې محاصره نوره هم سخته شي، اسلامي جمهوریت به حتماً پوځي ځواب ورکړي.

قالیباف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د نړیوالو قوانینو له مخې د ایران محاصره کول یو پوځي اقدام ګڼل کېږي او تهران به د داسې اقدام پر وړاندې بې‌ځوابه پاتې نه شي.

هغه زیاته کړې: «که د دښمن اراده دا وي چې موږ د فارس خلیج له لارې د تېلو له صادرولو منع کړي، هېڅوک به هم ونه شي کولای خپل تېل صادر کړي.»

د ایران د پارلمان رییس ټینګار کړی چې هېواد یې د خپلو ملي ګټو او اقتصادي لارو د ساتنې لپاره چمتو دی او د هر ډول زیاتېدونکي فشار پر وړاندې به مناسب غبرګون وښيي.

مربوطه مطالب

Back to top button