د کرنې وزارت مرستیال د کرنیزو همکاریو د پراختیا په موخه اوزبیکستان ته ولاړ

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۱۶مه)

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ یو پلاوی د اوزبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شو.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، افغان پلاوی به له اوزبیکستاني چارواکو سره د کرنې، مالدارۍ او خوراکي توکو د پروسس په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شویو عملي هوکړه‌لیکونو د تعقیب په اړه خبرې وکړي.

د سرچینې په وینا، دغه سفر د نومبر له ۷مې تر ۱۲مې نېټې پورې دوام کوي، چې موخه یې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د تخنیکي او اقتصادي همکاریو پراختیا ده.

مربوطه مطالب

Back to top button