بلوچستان؛ مستونګ ولسوالۍ کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو او اکمالاتي کاروانونو بریدونه شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۵ل)
د بلوچستان په مستونګ، کېچ او مند سیمو کې حکومت مخالفو وسلهوالو پر پاکستاني امنیتي ځواکونو او پوځي اکمالاتي کاروانونو د بریدونو ادعا کړې ده.
د بلوچستان د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، وسلهوالو په مستونګ سیمه کې د سیندک پروژې د کانونو د معدني موادو پر لېږدوونکي موټریز کاروان برید کړی، چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو یې ملتیا کوله.
د راپورونو له مخې، په دغه برید کې مرګژوبله اوښتې؛ خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر نه دی څرګند شوی.
په ورته مهال، په کېچ او مند سیمو کې هم وسلهوالو د پاکستاني پوځ یوه پوسته ویجاړه کړې، سوداګریزې لارې یې تړلې او هغه اکمالاتي موټر یې سوځولی چې د پاکستاني پوځ لپاره یې څاروي او تېل لېږدول.
تر اوسه د پاکستاني چارواکو له لوري د دغو پېښو په اړه رسمي څرګندونې نه دي خپرې شوې.



