میدان وردګو کې د ۵۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه عمومي روغتون د جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۱۶مه)
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي میدان وردګو ولایت ته د سفر پر مهال د چک ولسوالۍ په سیبکو سیمه کې د ۵۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.
نوموړي ویلي، روغتیايي پراختیا د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو څخه ده او په همدې موخه د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړولو چارې روانې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه روغتون به د وزارت له داخلي بودیجې څخه په ۱۸ میاشتو کې جوړ شي، چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو ته د عمومي داخلې، جراحۍ، ماشومانو او نسایي ولادي برخو کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.



