تېر کال کې له اړمنو هېوادوالو سره ۱۲.۶ میلیارده افغانۍ مرسته شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، په ۱۴۴۷هـ ق کال کې د حکومت بېلابېلو وزارتونو او ادارو له لوري له اړمنو او زیانمنو هېوادوالو سره ۱۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره، شپږمه خبري ناسته» کې وویل، په دغو مرستو کې کونډې، یتیمان او معلولین شامل وو او د اړمنو هېوادوالو د ملاتړ دا لړۍ به دوام ولري.
نوموړي زیاته کړه، د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره هم له اړمنو هېوادوالو سره د نغدي مرستو د دوام په موخه ځانګړې بودجه ځانګړې شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button