زابل کې د اوبو لګولو او اوبو رسولو څو پراختیايي پروژې بشپړې شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۵ل)

د زابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، په شملزو ولسوالۍ کې د کاریزونو پاکولو، کوچنیو بندونو، سوپر پسیج او اوبو لګولو کانال د جوړولو په ګډون څو پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د یاد ریاست په وینا، د دغو پروژو د پلي کېدو پر مهال لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. چارواکي وايي، د پروژو په بشپړېدو سره د شملزو ولسوالۍ د اوسېدونکو د اوبو او اوبو لګولو اړوند یو شمېر ستونزې هوارې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button