د یمن جګړه؛ مارب کې د حکومتي ځواکونو عملیات- ۱۰۵ وسله وال وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمن په مارب ولایت کې د حکومتي ځواکونو په روانو عملیاتو کې ۱۰۵ حکومت ضد وسلهوال وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، یمني حکومتي ځواکونه د سعودي عربستان له ملاتړه د برخمنو وسلهوالو پر ضد په عملیاتو کې د پرمختګ په حال کې دي.
دغه عملیات چې له تېرو درېیو اوونیو راهیسې مارب ولایت او اړوندو سیمو کې پیل شوي لا هم دوام لري.
یمني ځواکونه روانو عملیاتو کې هڅه کوي چې د حکومت ضد وسلهوالو تحرکات وځپي او په سیمه کې خپل پرمختګ ته دوام ورکړي.



