بقايي د امریکا خلکو ته: اجازه مه ورکوئ چې حکومت مو د جګړې سرتېري او لګښت ورکوونکي وګرځوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقايي” د امریکا خلکو ته په خطاب کې ویلي، اجازه مه ورکوئ چې د ټرمپ حکومت مو په سرتېرو او د جګړې د لګښتونو په ورکوونکو بدل کړي.

بقايي په خپلو څرګندونو کې د امریکا له خلکو غوښتي، چې د جګړې د پراخېدو او د هغو د مالي او انساني لګښتونو په اړه هوښیار واوسي او اجازه ورنه‌کړي چې د حکومت د سیاستونو پایلې د عامو خلکو پر اوږو واچول شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې جګړې تل د خلکو لپاره درانه زیانونه او لګښتونه لري او عام خلک باید د هغو سیاستونو د عملي کولو وسیله ونه‌ګرځي چې پایلې یې پر هغوی تحمیل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button