د افغان پُست او د اسیا ـ پسفیک پُستي اتحادیې ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۵ل)

د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس رحمت‌الله مکي په مشرۍ افغان پلاوي د اسیا ـ پسفیک پُستي اتحادیې د ۱۴مې کنګرې په څنډه کې د دې اتحادیې له عمومي رییس وینایا پراکاش سینګ او یو شمېر نورو مسوولینو سره جلا جلا کتنې کړې دي.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست په خبرپاڼه کې ویلي، په دغو لیدنو کې د پُستي خدمتونو پر پراختیا، د همکاریو پر پیاوړتیا او د تجربو پر شریکولو خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د اتحادیې مسوولینو افغان پلاوي ته د پُستي خدمتونو د لا پراختیا او دوام په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button