امیرخان متقي او زلمي خلیلزاد د کابل- واشنګټن د اړیکو په اړه خبرې کړې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي “زلمي خلیلزاد” د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي “امیرخان متقي” سره په کتنه کې د افغانستان د اوسني وضعیت، اقتصادي فرصتونو او د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د ثبات، امنیت، اقتصادي ودې او ځان‌بسیاینې په برخو کې د عملي پرمختګونو یادونه کړې ده.

نوموړي ویلي، افغانستان اوس مهال د پانګونې لپاره له مناسب او مساعد چاپیریال څخه برخمن دی او په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې لپاره فرصتونه برابر شوي دي.

بلخوا زلمي خلیلزاد په افغانستان کې موجود امنیت او ثبات او د بیارغونې په برخو کې شته پرمختګونه ستایلي او هیله یې څرګنده کړې، چې افغانستان به د اقتصادي ودې، ځان‌بسیاینې او هوساینې په برخو کې لا زیات پرمختګونه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو او اړوندو موضوعاتو په اړه هم خبرې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button