الجزیره: په ایران فشار نړیوال امنیت له ګواښ سره مخ کړی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
الجزیرې نړیوالې تلویزیوني شبکې د ایران په تړاو د امریکایي ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” د فشارونو د دوام په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د تهران پر وړاندې زیاتېدونکو فشارونو نړیوال امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د راپور له مخې، هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي او په سیمه کې هر ډول کړکېچ او ناامني کولای شي د تېلو او ګازو پر نړیوالو بازارونو پراخ منفي اغېز وکړي.
الجزیرې ټینګار کړی، چې پر ایران د فشارونو او ګواښونو دوام، د سیمې د لا زیاتې بېثباتۍ ترڅنګ، د نړیوالې انرژۍ د بیو د لوړېدو خطر هم زیاتوي.
راپور زیاتوي، چې د هرمز تنګي په تړاو هر ډول ناسمه محاسبه یا خطرناک سیاست به یوازې پر سیمه اغېز ونهکړي، بلکې د نړۍ د انرژۍ بازارونه او نړیوال اقتصاد به هم له جدي پایلو سره مخ کړي.



