د روسیې سفیر له ملا امیرخان متقي سره د افغانستان او روسیې پر اړیکو خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا، ګډو ګټو او د همکاریو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.
د وزارت په وینا، دواړو لورو د سیمې د روان وضعیت او وروستیو تحولاتو په اړه د نظرونو تبادله کړې او د افغانستان او روسیې ترمنځ یې د دوامداره اړیکو پر اهمیت او د راتلونکو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.



