مولانا فضل الرحمن حکومت ته: هېواد کې د روانو ستونزو د حل لپاره خپل سیاستونه بدل کړئ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن یو ځل بیا د دغه هېواد د حکومت پر کړنو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان په تېرو ۸۰ کلونو کې نه رښتینې دیموکراسي ترلاسه کړې، نه پهکې اسلامي نظام رامنځته شوی او نه هم اقتصادي پرمختګ ته رسېدلی دی.
نوموړي د ساهیوال په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې باید دا پوښتنه وشي چې پاکستان په دې اوږده موده کې له پرمختګ څخه د زوال پر لور چا بیولی دی.
فضلالرحمن د پاکستان د اوسني وضعیت پړه پر جاگیردارانو، جنرالانو، پانګهوالو او بوروکراتانو واچوله او زیاته یې کړه، چې په هېواد کې نه سوله او امنیت شته، نه پیاوړی اقتصاد او نه هم رښتینې دیموکراسي.
هغه همداراز پر حکومت غږ وکړ چې د نیوکو د بد ګڼلو پر ځای خپلې تېروتنې او کمزورۍ ومني او د هېواد د روانو ستونزو د حل لپاره خپل سیاستونه بدل کړي.



