کابل کې د «احسان مېنې» ښارګوټي ۶۹.۴۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۵ل)

د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي وایي، د کابل د بګرامیو ولسوالۍ اړوند د «احسان مېنې» ښارګوټي له ۳۶۴ جریبه څخه د زیاتو ځمکو د اسنادو او مدارکو له څېړنې وروسته، ۶۹.۴۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې ده.

رسولي وایي، د مرکزي زون د غصب شویو دولتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د شرعي حکم پر بنسټ دغه پرېکړه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د یاد ښارګوټي د ځمکو پاتې برخې هم د اړوندو اسنادو او مدارکو له مخې تر څېړنې لاندې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button