په لبنان د اسرائیلو بریدونه؛ تېرو ۳ کلونو کې ۹ زره کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د لبنان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې راهیسې پر دغه هېواد د اسرائیلو په بریدونو کې ۸ زره او ۹۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۰ زره او ۵۹۵ نور ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دا مرګ‌ژوبله په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د اسرائیلي بریدونو له امله اوښتې او د لبنان پر ملکي وګړو او روغتیايي وضعیت یې سخت اغېز کړی دی.

د راپورونو له مخې، په لبنان کې د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ نښتې له ۲۰۲۳ کال راهیسې روانې دي او اوس هم د لبنان په جنوب او نورو سیمو کې د اسرائیلو هوايي بریدونه او پوځي عملیات دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button