ملا امير خان متقي او د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مرستیالې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې چارو مرستیالې سرمنشي، روزمري ډیکارلو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
د وزارت په وینا، په دې خبرو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر عمومي وضعیت، د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو بحث شوی دی. دواړو لورو همداراز د دوحې پروسې په اړه د راتلونکي تعامل او همکاریو پر څرنګوالي خپل لیدلوري شریک کړي دي.



