۲۳ ولایتونو کې د ۸۷ میلیونه ډالرو په لګښت د ۲۱۵۳ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۵ل)

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په همغږۍ یې د هېواد په ۲۳ ولایتونو او ۳۸ ولسوالیو کې د ۲۱۵۳ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پیل کړې دي.

د وزارت په وینا، پر دغو پروژو شاوخوا ۸۷ میلیونه ډالر لګښت راځي او د چارو د پیل مراسم یې د پنجشېر ولایت په مقام تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور او یو شمېر چارواکو په ګډون ترسره شول.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جوړول او رغول، د ویالو او اوبو لګولو کانالونو جوړول او پاکول، د کاریزونو، پلونو او پلچکونو جوړول او د محافظوي او ګبیوني دېوالونو رغول شامل دي.

وزارت زیاتوي چې د پروژو د پلي کېدو پر مهال به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو وروسته به د خلکو ګڼې ستونزې هوارې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button