د ریاستالوزراء دفتر: یوناما دې په افغانستان کې موجود واقعیتونه په ښه ډول منعکس کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ریاستالوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ملا عبدالواسع په ارګ کې د یوناما د سیاسي برخې له مشر سکاټ سمېټ سره په لیدنه کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د یوناما د سیاسي برخې مشر ویلي، د اسلامي امارت او یوناما ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې او د ستونزو د حل لپاره یې د دواړو لورو ترمنځ د یوه مناسب میکانېزم د جوړېدو وړاندیز کړی دی.
په دې لیدنه کې د یوناما له لوري د تورخم له لارې افغانستان ته د زر کانټینره خوراکي توکو او درملو د انتقال لپاره د اسانتیاوو برابرولو له امله د اسلامي امارت د هڅو مننه شوې ده. ملا عبدالواسع ویلي، اسلامي امارت به له یوناما سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او له مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې له اړمنو افغانانو او د طبیعي پېښو له زیانمنو سره خپلې مرستې زیاتې کړي؛ نوموړي ټینګار کړی چې یوناما دې د امنیت، ثبات او اقتصادي فرصتونو په پام کې نیولو سره په افغانستان کې موجود واقعیتونه په ښه ډول منعکس کړي.



