د سعودي «ډلټا انټرنشنل» شرکت له افغانستان سره د کشک ـ تیرپُل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج ۲۰۰ میلیونه ډالرو قرارداد لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۵ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې، د کانونو او پټرولیم وزارت او د سعودي عربستان د «ډلټا انټرنشنل» شرکت ترمنځ د کشک ـ تیرپُل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج قرارداد لاسلیک شو.

د قرارداد له مخې، دغه سعودي شرکت به په لومړي پړاو کې د یادې حوزې د کشک د ګازو د اوو بلاکونو د اکتشاف او استخراج لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، کشک ـ تیرپُل نفتي حوزه د هرات او بادغیس ولایتونو ترمنځ موقعیت لري او شاوخوا ۲۲ زره کیلومتره مربع مساحت لري.

مربوطه مطالب

Back to top button