ذبیح الله مجاهد: تېر کال کې ۹۴ ښاري پلانونه ترتیب او منظور شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت په تېر یوه کال کې د ښاري پراختیا او استوګنیزو پروژو په برخه کې یو شمېر مهم فعالیتونه ترسره کړي دي.
مولوي ذبیحالله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په اووم مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، چې د روان کال په ترڅ کې ۹۴ ښاري پلانونه ترتیب او منظور شوي دي.
نوموړي ویلي، چې په یادو پلانونو کې د نوي کابل ښار ماسټرپلان او د دې ښار د لومړي فاز ودانیز پلان هم شامل دي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، چې د خوست، لوګر، هرات او مزارشریف ښارونو ماسټرپلانونه هم ترتیب او بیاکتل شوي دي.
د هغه په وینا، د هېواد د څو لویو ښارونو ستراتیژیک پلانونه هم اصلاح شوي، چې موخه یې د ښارونو منظم پرمختګ او د ښاري خدمتونو پیاوړتیا ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښارونو د پراختیا، منظم ښاري پلان جوړونې او استوګنیزو پروژو د پلي کولو لپاره خپل فعالیتونه زیات کړي دي.



