د یمن جګړه؛په تعز ښار د یمني ځواکونو برید حکومت ضد وسله وال شاتګ ته اړ کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د المیسرة تلویزیوني شبکې د خبر له مخې، یمني ځواکونو په تعز ښار ناڅاپي بریدونه کړي، حکومت ضد وسله وال یې شاتګ ته اړ کړي او د ښار ډیری برخه یې تر کنټرول لاندې راوستې ده.
د راپور له مخې، د یمني ځواکونو او سعودي پلوو ملیشو ترمنځ د سختو نښتو پر مهال ګڼ شمېر پوځي تجهیزات او وسایط هم د یمني ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

همداراز ویل کېږي چې د سعودي پلوو ملیشو په زرګونو غړي او له هغوی سره تړلي کسان له یادو سیمو څخه د وتلو او تېښتې په حال کې دي.

تر اوسه د جګړې د وضعیت او د سیمو د بشپړ کنټرول په اړه خپلواکو سرچینو رسمي معلومات نه دي خپاره کړي، خو د تعز په اړوندو سیمو کې د پوځي وضعیت د بدلون راپورونه ورکول کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button