خلیلزاد: افغانستان کې نړیوالې پانګونې ته شرایط برابر شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۵ل)

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي “زلمي خلیلزاد” ویلي، چې افغانستان اوس تر بل هر وخت د لویو کورنیو او نړیوالو پانګونو لپاره چمتو او مناسب شرایط لري.

نوموړي دغه څرګندونې پرون کابل کې د سعودي عربستان له یوه نړیوال شرکت سره د افغانستان د تیلو د استخراج د تړون په تړاو جوړې شوې غونډې ته کړې.

خلیلزاد وویل، د تیلو د استخراج دغه تړون د افغانستان د اقتصاد لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ده او کولی شي هېواد ته د بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره یوه بریالۍ بېلګه شي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مناسبو فرصتونو رامنځته کېدل به د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو د زیاتېدو او د هېواد له طبیعي زیرمو د اغېزمنې ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د دې ډول تړونونو او پروژو له پراخېدو سره به افغانستان د نړیوالو پانګوالو لپاره په یوه مهم اقتصادي مرکز بدل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button