م.م. کې روسي استازی: د افغانستان بشري مرستې باید له سیاسي شرایطو سره ونه تړل شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویلي، هېواد یې د افغانانو حقونه درک کوي او له افغان چارواکو غواړي چې د خلکو حقونو ته ژمن پاتې شي، له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره مبارزې ته دوام ورکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې بشري مرستې باید له سیاسي او نورو شرایطو سره مشروطې نه شي.
د روسیې استازي لوېدیځ د افغانستان پر وړاندې په «دوهګوني چلند» تورن کړی او ویلي یې دي چې له یوې خوا د افغانستان شتمنۍ محدودوي او له بلې خوا د افغانانو د ژوند د شرایطو د ښه کېدو غوښتنه کوي.
نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو د کلونو حضور ناوړه پایلې لرلې دي.



