افغانستان کې ۱۳۰ درمل جوړوونکې کارخونې د بازار ۳۰ سلنه اړتیا پوره کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۵ل)

د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د درملو ۱۳۰ تولیدي کارخونې فعالیت کوي چې اوس مهال د هېواد د درملو د بازار شاوخوا ۳۰ سلنه اړتیاوې پوره کوي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، د کورني درملو د تولید د پیاوړتیا په موخه د څه باندې ۲۰۰ قلمه هغو درملو واردات محدود شوي چې په هېواد کې دننه تولیدېږي.

نوموړی زیاتوي، د کورني تولید د پراختیا لپاره د دولتي درملو د تولیدي کارخونو د بیا فعالولو ترڅنګ، هڅې روانې دي چې په هېواد کې د درملو تولید نور هم پراخ او د بازار اړتیاوې په کورني تولید پوره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button