افغان پلاوي په چین کې د کډوالو د تګ راتګ د مدیریت په اړه خبرې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۵ل)

د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو د رییس عبدالرحیم احمد په مشرۍ افغان پلاوي په چین کې د نړۍوال امنیتي کنفرانس په څنډه کې د کډوالو د تګ راتګ د مدیریت په اړه په جوړه شوې فرعي غونډه کې ګډون کړی دی.

د وزارت په وینا، افغان پلاوي په دې غونډه کې د سرحدونو له لارې د کډوالو د تګ راتګ د مدیریت، د درغلیو او دوکو د مخنیوي په برخه کې خپلې تجربې او وړاندیزونه شریک کړي دي.

په دې غونډه کې له چینایي لوري سره د افغانستان او چین ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او د کډوالو د تګ راتګ د مدیریت په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ پر کارونې هم خبرې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button