د یمن جګړه؛ د سعودي جنګي الوتکو پر تعز او صعده ښارونو هوايي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان جنګي الوتکو د یمن پر تعز او صعده سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

راپورونه وايي، سعودي ځواکونو د صعدې د “منبه” پر سرحدي سیمه هم توپچي بریدونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په یمن کې د جګړو د شدت له امله شاوخوا ۸۶ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

په ورته مهال، خبرداری ورکړل شوی چې که د سعودي عربستان ختیځ کې د تېلو اصلي نل‌لیکه په راتلونکو څو ورځو کې بېرته فعاله نه شي، نړۍ ته د تېلو رسول به څلور سلنه اغېزمن شي.

مربوطه مطالب

Back to top button